اسلام اباد: د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئي) چيئرمين ګوهر علي خان نن اسلام آباد کښې کيدونکي د پارټۍ جلسه ملتوي کولو اعلان کړېدې ۔
تيره شپه وفاقي حکومت پي ټي آئي ته د جلسې لپاره ورکړے شوي اين او سي منسوخ کړي وه په داسې حال کښې چې د پنجاب حکومت په ټوله صوبه کښې دفعه يو سل څلور څلويښټ هم نافذه کړې وه او نن نه تر څليريشتم اګست پورې ئې ټول پنجاب کښې په هر قسمه غونډو،جلسو،جلوسونو بنديز لګولې وو ۔
د اعظم سواتي سره د پي ټي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر علي خان خبريالانو سره خبرو کښې وئيلي چې د غونډې د ځنډولو فيصله د پي ټي آئي باني چيئرمين عمران خان په هداياتو شوې ده۔
د پي ټي آئي جلسې په وړاندې د سرښار او پنډۍ بيلا بيلو برخو کښې راتلونکې ټولې لارې تړلې وې ۔
بلخوا اسلام آباد انتظاميې لخوا د سرښار ټولې تعليمي ادارے بندې کړے وي او د سيکورټې کلک بندوبست يي هم کړي وو ۔
د باني پي ټي آئي سره مشاورت نه پس په باقاعده توګه پي ټي آئي لخوا د جلسې ملتوي کيدو په اړه اعلاميه هم جاري شويده ۔
په اعلاميه کښې وئيلي شوي چې حکومت لخوا انتشار خوريدو لوجې د ترنول جلسه منسوخ کوو، ضلعي انتظاميه جلسے لپاره نوې تاريخ اتم ستمبر راکړيدے، کارکنان دې مايوسه کيږي نه، خپل تحريک به جاري ساتو ۔
بلخوا حکومت لخوا اسلام اباد کښې د سخت سيکيورټي بندوبست شوې وو۔
ميټرو بسونه هم بند کړے شوي وو، اسلام آباد ريډزون هم مکمل سيل کړے شوي او بيګا شپي نه پي ټي آئي کارکنانو د ګرفتاري عمل هم شروع شوي وو