پي ايس ايل خوندور ميچونه جاري دي،د ټورنامنټ په پنځلسم ميچ کښې پيښور زلمي په څلور وکټو حيدرآباد کنګز مين ته شکست ورکړې، د کنګز مين د يوسل،شپږ څلويښت رنز هدف آخري اوور کښې شپږ وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې ۔
کراچۍ کښې لوبيدلې د پاکستان سپر ليګ يوولسم ايډيشن په پنځلسم ميچ کښې پيښور زلمي ټاس ګټلې او پخپله ئې اول د فيلډنګ فيصله کړې وه ۔
حيدرآباد کنګز مين ګټې لپاره پيښور زلمي ته د يوسل، شپږ څلويښت رنز هدف ورکړې وو، چې پکښې ټولو نه زيات کوسال پريرا اتۀ پنځوس رنز جوړ کړېدي، زلمي طرف نه افتخاراحمد او سُفیان مقیم شانداربولنګ کړې اوڅلور،څلور وکټې ئې په خپل نوم کړې دي ۔
پشاور زلمي مقرره هدف شل اوورونو کښې شپږ وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې ،زلمي طرف نه تولو نه زيات کپتان بابراعظم دري څلويښت، کوسال مينډس اووۀ ويشت او مائيکل بريس ويئل پنځه ويشت رنز جوړ کړيدي ۔
د حيدر آباد کنګز مين طرف نه صائم ايوب دوه، محمد علي، حسن خان او حنين شاه يو، يو وکټ په خپل نوم کړېده ،شاندار څلور وکټې اخستو او ناټ آؤټ قيمتي پنځلس رنز جوړو باندې د پيښور زلمي افتخار احمد د ميچ غوره لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔

