د پي ايس ايل خوندور ميچونه جاري دي،د ټورنامنټ په څوارلسم ميچ کښې ملتان سلطانز په اووۀ وکټو راولپنډيز ته شکست ورکړې، ديو سل، درې اتيا رنز هدف ملتان درې وکتو په زيان اوولسم اوور کښې پورا کړي او ميچ ئې ګټلې دې، سلطانز طرف نه صاحبزاده فرحان شاندار اتۀ شپيتۀ او جوش فلپس شپږ پنځوس رنز جوړ کړيدي، شاندار بولنګ باندې فيصل اکرم د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
لاهور کښې لوبيدلې د پاکستان سُپر ليګ څوارلسم ميچ کښې راولپنډيز اول بيټنګ کړې وو او مقرره اوورز کښې ئې اتۀ وکټو په زيان يوسل، دوه اتيا رنز جوړ کړي وو ۔
راولپنډيز طرف نه د ټولو زيات سيم بِلنګز شپږ پنځوس، کامران غلام پنځه ديرش او ډيان فورسټر څليريشت رنز باندې آؤټ شوي وو ۔
ملتان طرف نه فيصل اکرم شاندار بولنګ کړې او څلور وکټې ئې اخستې وې، عرفات منهاس دوه وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
ملتان سلطانز مقرره هدف درې وکټو په زيان اوولسم اوور کښې آسانۍ سره پورا کړيې، چې پکښې ټولو نه زيات صاحبزاده فرحان اتۀ شپيتۀ او جوش فِلپس شپږ پنځوس رنز جوړ کړي وو ۔
راولپنډيز طرف نه محمد عامر دوه، عامر خان يو وکټ په خپل نوم کړې وه، شاندار بولنګ باندې د ملتان فيصل اکرم د ميچ بهترين لوبغاړي ګرځولې شويدې ۔

