د پي ايس ايل خونده ور ميچونه جاري دي، د ټورنامنټ په ديارلسم ميچ کښې ملتان سلطانز په شپږ وکټو کوئټه ګليډي ايټرز ته شکست ورکړې، د کوئټه د يو سل اووۀ شپيتۀ رنز هدف ملتان څلور وکټو په زيان اتلسم اوور کښې پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې، شاندار بولنګ باندې محمد نواز د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
لاهور کښې لوبيدلې د پي ايس ايل يوولسم ايډيشن په ديارلسم ميچ کښې ملتان سلطانز ټاس ګټلو وروستو د فيلډنګ فيصله کړې وه ۔
کوئټه ګليډې ايټرز مقرره اوورز کښې اووۀ وکټو په زيان يو سل ،شپږ شپيتۀ رنز جوړ کړي وو، چې پکښې ټولو نه زيات کپتان سعود شکيل شپږ پنځوس او بيون جيکبس نهه څلويښت رنز جوړ کړي وو ۔
ملتان سلطانز طرف نه نامتو سپنر بولر محمد نواز درې او عرفات منهاس دوه وکټې په خپل نوم کړې وې او ميچ ګټه کښې ئې اهم کردار لوبولې ۔
ملتان سلطانز مقرره هدف اتلسم اوور کښې څلور وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې ، چې پکښې ټولو نه زيات سټيو سمتهه دري پنځوس او شان مسعود ناټ آؤټ پاتې شوې او شپږ څلويښت رنز ئې جوړ کړي وو ۔
کوئټه طرف نه حسن نواز دوه، الزاري جوزف او سعود شکيل يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وې ، شاندار بولنګ باندې د ملتان سلطانز محمد نواز د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔

