پاکستان کرکټ بورډ د پي ايس ايل ميچونه بغير د شائقينو کولو اعلان کړېدې،د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي وئيلي دي چې د مشرقِ وسطیٰ صورتحال او کفايت شعارۍ د مهم لوجې دا فيصله شويده، د موجوده حالاتو لوجې پيښور کښې به هم ميچ نۀ کيږي،د ټورنامنټ افتتاحي دستوه هم منسوخ کړي شويده،پي ايس ايل ميچونه د زيارت د ورځې نه شروع کيږي ،ميچونه به کراچۍ او لاهور کښې کيږي ۔
لاهور کښې خبري غونډې ته وينا کښې د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين محسن نقوي وئيلي دي چې د پي ايس ايل يوولسم ايډيشن به بغير د تماشائيانو کولې شي ۔
محسن نقوي اووئيل چې د وزيراعظم سره مشاورت نه پس د توانائۍ اخراجاتو باندې قابو موندو لپاره دا فيصله شوې، او د پي ايس ايل افتتاحي دستوره هم منسوخ کړي شويده ۔
پي سي بي چيئرمين اووئيل چې د موجوده حالاتو لوجې پيښور کښې به هم ميچ نۀ کيږي ۔
هغه زياته کړې چې پي ايس ايل ميچونه د زيارت د ورځې نه شروع کيږي ،او دا ميچونه به صرف کراچۍ او لاهور کښې کيږي، ولې کراؤډ ته به ګراؤنډ ته راتلو اجازت نۀ وي ۔
محسن نقوي مطابق شائقينو ته به د ټکټونو پيسې هم زر واپس کولې شي ۔

