د شمالي وزيرستان نامتو شخصيت مستان خان کابل خيل وزير د اوږدې ناروغتيا وروستو پحق رسيدلې دے، مستان خان د خوش مزاجه رويې او خپل نامتو جيپ په منفرد انداز سينګار کولو لوجې مشهور وو،د مستان خان جنازه بنو کښې ادا شوې او هغه خاورو ته سپارلې شويدې ۔
د بنو نامتو شخصيت ملک مستان خان کابل خيل وزير د لنډي ناروغۍ وروستو پحق رسيدلی، څوک چې نن د خپل پلارني کلي بنو ملتاني لنډي ډاک سيمه کښې خاوري ته سپارلې شويدې، ملک مستان خان يو خوش مزاج شخصيت وو څوک چې په غټو بريتونو او ښکلي شخصيت پيژندلې کيدو ۔
ملک مستان خان نه يوازې يو سیاسی کارکوونکې وو ، بلکه دا د بنو په سړکونو کښې یوه ژوندۍ پیژندنه وه ، ملک مستان به په سر پټکې ايښې وو او په غاړه کښې د سرو زرو خار او په لاسونو کښې د سرو زرو ګوتې اچولې وې ۔
ملک مستان خان به سینګار شوې جیپ په هر ځائې کښې ګرځولو، خلق به د هغه په ليدو په خندا کېدل او دوي سره به ئې سیلفۍ هم جوړولي، هغه د پښتون کلچر یو ناياب، هر وخت سينګار شوې داسې شخصت وو چې لرې لرې پورې خلقو خوښولو او پيژندلو ۔