واشنګټن کښې د اهم سفارتي هلو ځلو دوران د وزيراعظم شهباز شريف عالمي مشرانو سره ملاقاتونه د توجه مرکز جوړ شوي، وزيراعظم د امريکې صدر، د بحرين فرمانروا، آذربائيجان، قازقستان، ازبکستان انډونيشيا پشمول نور نړيوال مشرانو سره ليدۀ کاتۀ کړي، دې ملاقاتونو کښې د غزه صورتحال پشمول په علاقائي او عالمي امن په حواله تفصيلي تبادله خيال شوې، د وزيراعظم عالمي مشرانوسره دا ملاقاتونه نه يواځې خوشګوار ماحول کښې شوي بلکه دا سفارتي رابطې نورې مضبوطې جوړولو باعث هم ګرځيدلي دي ۔
واشنګټن: وزيراعظم شهباز شريف امريکه کښې د غزه بورډ آف پيس افتتاحي غونډه کښې شرکت کړې ، په دې موقع وزيراعظم شهبازشريف دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ، خارجه وزير مارکو روبيو سره اهم ملاقاتونه کړي دي ۔
دبحرين فرمانروا حماد بن عيسیٰ الخليفه ، د آذربائيجان صدر الهام عليوف ، د ازبکستان صدر شوکت مرزايوف ، د قازقستان صدر قاسم جومارت توکايف او د انډونيشيا صدر پرابوو سوبيانتو سره هم غير رسمي ملاقاتونه کړي ۔
دې ملاقاتونو کښې د باهمي دلچسپۍ په چارو ، د علاقائي استحکام او غزه کښې د امن په امکاناتو پشمول نورو اهمو چارو بادنې خبرې شويدي ۔
بلخوا د وزيراعظم شهباز شريف سره د عالمي مشرانو دې ملاقاتونو کښې د خير سګالۍ اظهار هم شوې کوم چې مبصرين د پاکستان متحرک سفارتکارۍ مظاهره ګرځوي ۔
تجزيه نګاران وائي چې د وزيراعظم شهباز شريف عالمي مشرانو سره ملاقاتونه د پاکستان په خارجه پاليسۍ مخ په زياتيدونکي اعتماد او په عالمي کچ د پاکستان فعال کردار عکاسي کوي ۔

