وزيراعظم شهبازشريف عسکري قيادت ته ټيليفون کړې او هغوي ته ئې د وړوکي اختر اومبارکي ورکړيده، وزيراعظم فيلډ مارشل سيد عاصم منير، ايئرچيف مارشل ظهير احمد بابر او نيول چيف ايډمرل نويد اشرف سره جدا جدا رابطې کړي، په دې موقع وزيراعظم د سرحدونو حفاظت کونکو فورسز ځوانانو او افسرانو ته خراج تحسين وړاندې کړې، وزيراعظم سياسي مشرانو ته هم د اختر مبارکي ورکړېده ۔
وزيراعظم شهبازشريف د درې واړو افواج مشرانو سره په ټيليفون رابطه کړې او هغوي ته ئې د وړوکي اختر اومبارکي ورکړې ده ۔
وزيراعظم فيلډ مارشل سيد عاصم منير ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر او نيول چيف ايډمرل نويد اشرف ته هم ټيليفون کړېدې او سروسز چيفس ته ئې د وړوکې اختر اومبارکي ورکړېده ۔
په دې موقع وزيراعظم شهبازشريف د سرحدونو حفاظت کونکو د پاک افواج ځوانانو او افسرانو ته خراج تحسين هم وړاندې کړېدي ۔
وزيراعظم د سپيکر قامي اسمبلۍ، ګورنرز، څلور واړو صوبو وزرائے اعلیٰ او سياسي مشرانو سره هم په ټيليفون خبرې کړي او قامي مشرانو ته ئې هم د اختر اومبارکي ورکړېده ۔

