وزير اعظم شهباز شريف په څلور ورځنۍ دوره برطانئې ته رسيدلې دې ، لندن راتګ نه وړاندې وزير اعظم جنيوا کښې د مسلم ليګ ن صدر او پخواني وزيراعظم نواز شريف سره ملاقات هم کړې ، او هغه ئې د پاک سعودي عرب تاريخي دفاعي معاهدې نه خبر کړې ۔
لندن: وزير اعظم شهباز شريف څلور ورحنې دوره باندې لندن ته رسيدلې دې، برطانيه کښې د خپل قيام دوران به وزيراعظم د برطانئې چارواکو او پاکستان بزنس کميونټي سره ملاقاتونه کوي ۔
وزيراعظم شهبازشريف به د خيالي په ورځ برطانيه کېښ ميشتۀ اووسيز پاکستانيز فاونډيشن دستوره ګډون کوي او دې ته به ته خطاب هم کوي ۔
دي نه وړاندې وزير اعظم د سوئيزر لينډ ښار جنيوا کښې مختصر قيام کړې وو او هلته ئې د سابق وزير اعظم نواز شريف عيادت کړې دې ۔
په دې موقع وزيراعظم شهبازشريف د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ شوې تاريخي لوظنامې تفصيلاتو نه هم پخوانې وزيراعظم نوازشريف خبر کړې دې ۔