وزيراعظم شهباز شريف د بجلۍ بلونو کښې شامل پي ټي وي فيس ختمولو اعلان کړې، وائي چې د بجلۍ صارفين حقوق تحفظ به کولې شي او بجلۍ قيمتونو کښې کمي لپاره اقدامات اهم ترجيحاتو کښې شامل دي ۔
اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف اپنا ميټر اپني ريډنګ ايپ منصوبے پرانسته کولو په وخت خپل خطاب کښې وئيلي دي چې بجلۍ بلونو کښې پي ټي وي فيس فوري خاتمه کووم او د ميټر خپل ريډنګ منصوبے سره به اولس ته اطمينان حاصل شي ۔
وزيراعظم شهبازشريف اووئيل چې دغه منصوبه به اولس بااختيار جوړولو سره اداره جاتي اصلاحات لخوا يو مهم سنګ ميل ثابت شي ۔
وزيراعظم وئيلي چې بجلۍ قيمتونو کښې کمي لپاره اقدامات اهم ترجيح ده، او په دې حواله کار روان دې، توانائۍ شعبه کښې بجلۍ غلا ډيره غټه مسئله ده کومه به چې حل کولې شي ، پاکستان هاغه ملکونو کښې شامل دې چرته چې تيزۍ سره سولرائزيشن روان دې ۔
وزيراعظم زياته کړې چې بجلۍ بلونو کښې کمي او غلا بندولو او نور اصلاحات روان دي، ميټر ريډنګ صارفين ته اختيار ورکولو سره به ډير حد پورې د اولس مسئله حل شي او کراچۍ نه تر پيښور پورې به دغه ايپ هر يو کور ته رسولي شي ۔