وزيراعظم شهبازشريف د اته ديرش اربه روپو رمضان ريليف پيکج اعلان کړې، څښکال به رمضان پيکج د بي آئي ايس پي مطابق في خاندان ديارلس زره روپے ورکولې شي، وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې تير کال روژه کښې مستحقينو ته د ډيجيټل نظام په ذريعه رقم ورکړې شوي وو، کوم چې شل ارب روپۍ وو، څښکال به هم لور واړو صوبو او آزادکشمير کښې مسحقينو ته ميلاويږي .
اسلام آباد: د وزيراعظم رمضان ريليف پيکج اجرا دستورې پرمهال د بي آئي ايس پي سيکرټري بريفنګ کښې وزيراعظم ته وئيلي چې څښکال به د رمضان پيکج تحت في خاندان ديارلس زره روپے ورکولې شي ۔
بي آئي ايس پي مشر اووئيل چې د پيکج مقصد مستحق کسانو ته د عزت سره ريليف ورکول دي ،دا رقم به د بينکونو د لارې ورکولي شي ، تير کال د رمضان پيکج لاندې مستحقينو ته پنځه زره روپے ورکړې شوې وې ۔
وزيراعظم شهبازشريف دستورې ته خطاب کښي وئيلي چې تير کال روژه کښې مستحقينو ته د ډيجيټل نظام په ذريعه رقم ورکړې شوي وو، کوم چي شل ارب روپے وو،ولي څښکال د رمضان پيکج لپاره دا رقم اته ديرش ارب روپے مقرر کړې شوې دې ۔
شهبازشريف زياته کړې چې څلور وانړو صوبو او آزاد کشمير کښې به رمضان پيکج د شفاف نظام لاندې تقسيمولي شي او زۀ به ئې پخپله نګراني کوم ۔

