وزيراعظم شهبازشريف د پټرول قيمت کښې في لټر اتيا روپۍ کمي اعلان کړې او نوې قيمت ئې درې سوه اتۀ اوويا روپۍ مقرر کولو حکم کړېدې، د وزيراعظم اعلان نه پس د پټرول نوې قيمت د شپې دولس بجو نه نافذ شوي او نوې قيمت به يو مياشت پورې وي، قام ته خطاب کښې وزيراعظم وئيلي چې د کابينې اراکين به شپږ مياشتو پورې خپلې تنخواګانې قامي خزانه کښې جمع کوي، وزيراعظم دا اعلان هم کړې چې موټرسائيکل چلونکو ته به لټر په سر سل روپۍ او پبلک ټرانسپورټ ګاډو ته به يو مياشت کښې يو لک روپۍ ريليف هم ورکولې شي ۔
قام ته خطاب کښې وزيراعظم شهبازشريف پټروليم مصنوعاتو پشمول مختلف سيکټر کښې اولس ته ريليف ورکولو اعلان کړېدې ۔
وزيراعظم وئيلي دي چې د تيلو سيوا شوې قيمتونو پاکستان هپم خپله ولقه کښې اخستې دې، مشرق وسطیٰ کښې جنګ جاري دې، او د تيلو قيمتونه آسمان سره خبرې کوي ۔
وزيراعظم اووئيل چې ما پورا کوشش کړې چې د اولس مشکلات کم کړې شي ،درې هفتو راهسې ما کوشش کړې چې د تيلو د قيمتونو بوج په اولس کم نه کم واچوم ۔
د هغۀ وينا وه چې ګرانۍ د نړۍ د طاقتور ملکونو د معيشت ملا ماته کړې، د دې باوجود حکومت د قامي وسائل نه يوسل نهه ويشت ارب روپۍ خرچ کړي چې اولس ته ريليف ميلاؤ شي ۔
د وزيراعظم وينا وه چې کله نه جنګ شروع شوې ما او فيلډ مارشل عاصم منير کوششونه کوؤ چې دا جنګ ختم شي او منطقه کښې امن بحال شي، جنګ بندۍ لپاره مونږ د زړۀ اخلاص نه کوششونه کړي ۔
د وزيراعظم وينا وه چې تيره ورځ اهم اجلاس شوې وو چې پکښې د څلور واړو صوبو وزرائے اعلیٰ ، د کشمير او ګلګت چارواکي او فيلډ مارشل عاصم منير موجود وو،دې اجلاس نه پس د مشاورت وروستو د تيلو قيمتونو کښې اضافې اعلان شوې وو ۔
په دې موقع وزيراعظم اجلاس کښې شرکت باندې د سهيل آفريدي پشمول څلور واړو وزرائے اعلیٰ شکريه ادا کړې او وئيلي دي چې وزرائے اعلیٰ په دې مشکل کښې د هر قسمه مرستې يقين دهاني کړې او قامي مقصد لپاره ئې خپل وسائل مهيا کولو وعده هم کړېده ۔

