خېبرپښتونخوا کښې د سختې يخنې او روژې مبارکې مياشت دوران هم د بجلۍ او ګيس د ناروا لوډشيډنګ سلسله جاري ده چې لوجې ئې د صوبې خلق د مختلفو مشکلاتو سره مخ شويدي ۔
دې لړ کښې د خېبرښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وزيراعظم شهبازشريف ته خط ليکلې او ورته ئې خواست کړې چې دا مسئله دې زر تر زره حل کړې شي ۔
ګورنر خپل خط کښې ليکلي چې د وزيراعظم لخوا د بجلۍ او ګيس عدم لوډشيډنګ اعلان باندې عمل نه کيږي او د پيشمني، روژه ماتي او عبادتونو په وخت کښې د بجلۍ او ګيس لوډشيډنګ لوجې عام خلق د سختو مشکلاتو سره مخ شوي دي ۔
ګورنر د وزيراعظم نه مطالبه کړي چې هغوي دې خيبر پښتونخوا کښې د بجلۍ او ګيس لوډشيډنګ نوټس واخلي او دا مسئله دي په ترجيحي بنيادونو حل کړي ۔