وزيراعظم شهبازشريف قامي کرکټ ټيم ته ټي ټوينټي ورلډ کپ کښې بهارت خلاف د ميچ لوبولو اجازت ورکړيدې، دې لړ کښې وزيراعظم هاؤس اعلاميه هم جاري کړې، اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي د آئي سي سي او بنګله ديش کرکټ بورډ صدر دورې جاج اخستو او برادر ملکونو خواست نه پس قامي ټيم ته اجازت ورکړې شويدې ۔
د وزيراعظم هاؤس اسلام آباد نه جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د پاکستان کرکټ بورډ بورډ چيئرمين محسن نقوي د انټرنيشنل کرکټ کونسل او بنګله ديش کرکټ بورډ صدر سره جامع مذاکراتو نه وزيراعظم خبر کړېدې ۔
اعلاميې ترمخه پاکستاني حکومت د بنګله ديش کرکټ بورډ صدر امين الاسلام ، د سري لنکا صدر او يو اے اي چارواکو لخوا راليږلې شوې پيغاماتو جاج اخستې شويدې ۔
اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د دغه ملکونو لخوا راليږلې شوې مراسلو د پاکستان اوسني چلينجز حل کښې د کردار لوبولو خواست هم شوې دې ۔
اعلاميې مطابق پاکستان د بنګله ديش کرکټ بورډ صدر اظهار تشکر قبول کړې شوې او پاکستان عزم کړې چې بنګله ديش سره به کلک ولاړ وي ۔
اعلاميه کښې دا هم وئيلي شوي چې د سري لنکا صدر هم وزيراعظم سره په ټيليفون خبرې کړي، چې پکښې دوي دواړو ملکونو کښې د مشکل حالاتو دوران يو بل سره کلک اودريدو عزم هم شويدې ۔
په دې موقع د سري لنکا صدر د ټي ټوينټي ورلډ کپ معامله په ښه ډول حل کولو خواست هم کړې وو ۔
اعلاميه کښې زياته کړې شوې چې د دغه دوست ملکونو مراسلو نه پس وزيراعظم قامي ټيم ته بهارت خلاف ميچ لوبولو اجازت ورکړې دې ۔

