د بيلاروس صدر اليګزينډر لوکا شينکو د وزيراعظم شهبازشريف په بلنه په درې ورځنۍ دوره پاکستان ته راغلے، په نور خان ائيربيس وزيراعظم شهبازشريف د بيلا روس صدر استقبال کړېدې ۔
د وزيراعظم شهبازشريف او بيلا روس صدر ترمينځ به مهم ملاقات کيږي، چې پکښې به د دواړو ملکونو ترمينځ مختلفو شعبو کښې تعاون او اړيکي سيوا کولو باندې خبرې اترې کيږي ۔
د بيلا روس صدر دورے پر مهال به د دواړه ملکونو ترمنيځ ځينې مهم معاهدے او ايم او يوز هم لاس ليک کيږي ۔
د صدر اليګزينډر آمد نه وړاندې د بيلا روس اته شپيته رکني وفد تيره ورځ اسلام آباد ته رارسيدلے وو، چې پکښې وزيرخارجه، وزير توانائي او ځيني نور حکومتي مشرانو پشمول کاروباري شخصياتو هم شامل دي ۔