مردان جیل روډ باندي د مستوراتو په تنازعه ډزې شوي چې پکښي د مردان جیل پولیس اهلکار ابوالحسن قتل کړې شوې، ملزمان د پیښې ورستو په تیښته کښې کامیاب شوي، د شیخ ملتون تهانړي پولیسو مقدمه درج کړې او د تفتیش آغاز ئې کړيدې ۔
مردان ګړهي اسماعیل زۍ سره تعلق لرونکي محمد عابد ولد سردار مردان شیخ ملتون تهانړې پولیسو ته د رپورټ درج کولو پرمحال وئیلي دي چې زما رور ابوالحسن مردان جیل کښې پولیس اهلکار دې ۔
رپورټ ترمخه نن سحر د ډيوټۍ له د کور ته اووتلو لګ وخت پس ماته اطلاع اوشوا چې د ابوالحسن چا ویشتې او لاش ئې مردان میډیکل کمپلیکس په کیجولټۍ کښې پروت دې چې هسپتال کجولټي ته لاړم نو زما د رور قتل شده لاش پروت وو ۔
محمد عابد پولیسو ته وئیلي چې زما ورور حمید خان او محمد خان ویشتلې ، زمونږ تر منځه د مستورات تنازعه روانه ده ، شیخ ملتون پولیس د قتل مقدمه درج کړې او تفتیش ئۍ شروع کړې ۔