د بجلې نرخونو کښې اضافې لوجې پريشانه اولس باندې حکومت د پټرول بم غورځولې،پټرولو في ليټر قيمت کښې نهه روپې نهه نوي پيسې اضافه کړشوې چې ورسره د پيټرولو نوې نرخ دوه سوه پينځه اوويا روپې شپيته پيسې في ليټر ته راسېدلې دې
نوټي فکيشن ترمخه د هائي سپيډ ډيزلو په قيمت کښې شپږ روپې اتلس پيسې اضافه شوې او نوې نرخ ئې دوه سوه درې اتيا روپې درې شپيته پيسې مقرر کړې شوېدې
د خاورو تيلو په قيمت کښې يوه روپې پينځه اتيا پېسې في ليټر اضافه شوې او د دې نوې نرخ يوسل دري اتيا روپې يو اوويا پيسې ته رسېدلې دې
دغه شان لائټ ډيزلو قيمت څليريشت پيسې اضافې سره يوسل شپږ شپيته روپې پينځه ويشت پيسې في ليټر مقرر کړې شوېدې
حکومت پيټرولو او ډيزلو باندې ليوي برقرار ساتلې ده، خزانے وزارت د پيټرولو مصنوعاتو نوې قيمتونو نوټيفکيشن جاري کړېدې نوي قيمتونه نن نه عملي کړې شوي کوم به چې يو ديرشمې جولائۍ پورې وي