وفاقي حکومت پټروليم مصنوعاتو نرخ کښې لويه اضافه کړې، لټر په سر پټرول او ډيزل قيمت پنځه پنځوس روپۍ اضافې اعلان کړې، د پټروليم مصنوعاتو نوې قيمتونو اطلاق هم فوري شويدې ،اضافې نه پس د پټرول قيمت في لټر درې سوه يويشت روپۍ، اوولس پيسې او ډيزل درې سوه دري پنځوس روپۍ، شپږ اتيا پيسې ته رسيدلې دې .
اسلام آباد: د نائب وزيراعظم اسحاق ډار مشرۍ کښې د پټروليم مصنوعاتو قيمتونو په حواله اهم اجلاس شوې چې پکښې د تيلو د ذخائر او په نړيوال کچ د دې قيمتونو کښې د اضافې جائزه اخستې شويده ۔
غونډه کښې وزير خزانه، وزير پټروليم او نور متعلقه چارواکو ګډون کړې، اجلاس ته متعلقه چارواکو د تيلو ذخائر په معامله تفصيلي بريفنګ ورکړيدې ۔
غونډې نه پس نائب وزيراعظم اسحاق ډار، وزير خزانه محمد اورنګزيب او وزير پټروليم علي پرويز ملک ميډيا بريفنګ کښې وئيلي چې د مشرقِ وسطیٰ کړکيچن صورتحال لوجې د تيلو نرخ کښې لويه اضافه شويده ۔
نائب وزيراعظم اسحاق ډار اووئيل چې مشرقِ وسطیٰ کښې دا وخت د جنګ صورتحال دې، ټوله نړۍ کښې د تيلو قيمتونه آسمان سره خبرې کوي، نړيواله منډۍ کښې د تيلو نرخ کښې اضافه شويده ۔
هغه اووئيل چې څومره کيديشي ، اولس مو د تيلو نرخ نه بچ کولو کوشش کړې ، ايران باندې د امريکې او اسرائيل حملې نه پس د تيلو قيمت کښې لويه اضافه شويده
اسحاق ډار اووئيل چې نړيواله منډۍ کښې د تيل قيمت کښې اوويا فيصده اضافه شوې، مونږ هم دوه ، درې ورځې په دې معامله ډير غور کړېدې ۔
اسحاق ډار اووئيل چې د پاکستان کوشش دې چې منطقه کښې حالات د معمول په لور راشي ۔
په دې موقع وزير خزانه محمد اورنګزيب اووئيل چې راتلونکي دوه درې ورځو کښې به ټولو وزرائے اعلیٰ سره رابطې کوؤ او هغوي سره به په دې معامله خبرې هم کوؤ ۔
وزير پټروليم علي پرويز ملک اووئيل چې ناجائز منافع خورو خلاف به سخته کاروائي کولې شي، او دې لړ کښې وزيراعظم سخت هدايات هم جاري کړېدي ۔
هغۀ اووئيل چې پاکستان غير معمولي حالاتو نه تيريږي ، د تيلو خرڅ اودرونکو خلاف به سخته کارروائي کولې شي ۔

