د پیښور شاه تهانړې په حدود کښې پولیس ته په نورلس مقدماتو کښې مطلوب منشیات فروش اشتهاری مجرم فضل اعلیٰ عرف ککې په کراس فائرنګ کښې وژلې شوې، د پولیس مطابق ککې پولیس باندې په حملو کښې هم ککړ پاتې شوې وو ۔
پيښور: اشتهارې خطرناک ملزم فضل اعلیٰ عرف ککې بډهني پیښور اوسیدونکې وو، پولیس د هغه د نیولو هڅه کوله چې پرې اشتهارې مجرمانو لخوانه په پولیس باندی ډزې شوي ۔
پوليس مطابق د کراس فائرنګ په نتیجه کښې فضل اعلیٰ عرف ککې د خپل ملګري په ډزو لګېدلې چې په نتیجه کښې ئې هغه مړ شوې، د فضل اعلیٰ د ولقې نه یو کلاشنکوف برآمد کړې شوې ۔
د ککي خلاف شاه پور تهانړه کښې نورلس مختلف قسم مقدمات قائم وو او پولیس تہ مطلوب وو، وژلې شوې فضل اعلیٰ عرف ککې معروف منشیات فروش وو ۔
پوليس وئيلي چې ککې نومې مجرم د منشیات خرڅولو نه علاوه قتل او اقدام کیسونو کښې پولیس ته مطلوب وو ۔

