پوليسو مطابق دپېښور پيشتخره تاڼي حدودو سپينه وړۍ کلي کښې د دوه ډلو ترمينځ انښته شوې چې پکښې د دواړو ډلو نه څلور کسان وژلي شوي او درې نور ژوبل شويدي ۔
پوليس تر مخه دوه ډلو ترمينځ د ډزو دغه پيښه دپخوانۍ دښمنۍ په نتيجه کښې رامخې ته شوې ده ۔
پوليسو مخکښې وئيلي چې پيښه کښې پحق رسيدلي کسانو شناخت د اعجاز ، اسرار ، راج ولي او ذولقرنين په نومونو شوې، او ژوبل درې واړۀ کسانو هسپتال ته منتقل کړې شويدي ۔
پوليس دا هم وئيلي چې ملزمانو نيولو لپاره مختلفو سيمو کښې چهاپې وهلې کيږي، او ډير زر به پيښه کښې ککړ ملزمان ګرفتار کړے شي ۔