د پاکستان د تاريخ د ټولې درناکې پيښې، آرمي پبلک سکول د حملې يوولس کاله پورا شو،زخمونه نن هم تازه دي،ترهه ګرو حمله کښې د سکول د ماشومانو او استازانو پشمول يوسل اووۀ څلويښت کسان شهيد شوي وو، صدر آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف د پيښې شهيدانو ته خراج تحسين وړاندې کړې او وئيلي ئي دي چې د شهيدانو قربانۍ به چرې هم ضائع نۀ کيږي ، د رياست خلاف بغاوت کونکي به خپل انجام ته رسولې شي ۔
کال دوه زره څوارلسم کښې په نن ورځ پيښور کښې قيامت صغره راغلې وه ، ترهه ګرو د انساني تاريخ د يو لوئې ظلم داستان پريښودې ۔
ترهه ګرو په شپاړسم دسمبر کال دوه زره څوارلسم کښې آرمي پبلک سکول باندې سحر خواؤشا يوولس بجې حمله کړې وه چې پکښې يوسل اووۀ څلويښت معصومه ماشومان بے دردۍ سره شهيدان کړې شوي وو ۔
د شهيدانو کورنيو په خپل پيغامونه جاري کړي ، او وئيلي دي چې د معصومه بچو غم د هيرولو نۀ دي ، هغوي د رياست فيصله سازو نه په دائمي توګه د ترهه ګرۍ ناسور ختمولو باندې زور هم راوړې دې ۔
بلخوا صدر مملکت آصف علي زرداري او وزير اعظم شهباز شريف خپلو پيغامونو کښي وئيلي چې نن د اے پي ايس معصومه ماشومان او عملې قربانۍ يادؤ څوک چي د ترهه ګري ښکار شوي وو ۔
دوي اووئيل چې ټول قام د متاثره کورنيو استقامت ته سلام وړاندې کوي ، پاکستان کښې د بهارت په سرپرستۍ کښې د ترهه ګرۍ سخته غندنه کوؤ ۔

