د پاکستان سمندري حدود دفاع نوره هم مضبوطه شوې،د پاکستان بحريه بيړه کښې د جديد او ځانګړې ټيکنالوجۍ نه لېس دوئم ملجم کلاس پي اين ايس خېبر اضافه شويده، آئي ايس پي آر وئيلي چې د پاک بحريه بيړه کښې جديد ترين پليټ فارمز او منفرد ټيکنالوجي شامله ده ۔
د پاکستان بحري ځواکونو کښې د دوئم ملجم کلاس پي اين ايس خېبر شامليدو حوالې سره خوندوره دستورې شويده
آئي ايس پي آر وئيلي چې د پاکستان بحريه بيړه کښې د جديد او ځانګړې ټيکنالوجۍ نه لېس دوئم ملجم کلاس پي اين ايس خېبر اضافه شويده ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان مطابق د پاک بحريه بيړه کښې جديد ترين پليټ فارمز او منفرد ټيکنالوجي شامله ده ۔
دستورې ته وينا کښې د پاک بحريه سربراه ايډمرل نويد اشرف وئيلي چې پي اين ايس خېبر د دښمن اهم انفراسټرکچر او بحري اثاثې کاميابۍ سره په نښه کولو مکمل صلاحيت لري ۔
نيول چيف اووئيل چې پاکستان د نړۍ اهم توانائۍ بحري لار باندې دې، چرته چې بحري سيکيورټي اولين ترجيح ده ۔
د پاک بحريه سربراه مخکښې اووئيل چې د قامي مفاداتو تحفظ او بحر تجارتي لارې محفوظ ساتلو لپاره طاقتور بحري قوت د وخت اهم ضرورت دې ، د پاکستان بحري مفادات چيلنج کولو هر قسمه جارحيت به بهرپور جواب ورکولې شي ۔

