پاکستان دريم ټي ټوينټي ميچ کښې بنګله ديش ته په څلور اوويا رنز شکست ورکړې او وائټ واش نه بچ شويدې، بنګله ديش سيريز دوه يو سره په خپل نوم کړېدې، د پاکستان يو سل نهه اوويا رنز جواب کښې کوربه ټيم په يو سل څلور رنز آؤټ شوې او ميچ ئې بيللې دې ۔
بنګله ديش سرښار ډهاکه کښې شير بنګله سټيډيم کښې لوبيدلې ميچ کښې بنګله ديش ټاس ګټلو نه پاکستان ته د بيټنګ دعوت ورکړې وو ۔
پاکستان ټيم مقرره اوورز کښې اووه وکټو په زيان يو سل نهه اوويا رنز جوړ کړي ، چې پکښې ټولو نه زيات صاحبزاده فرحان دري شپيته رنز باندې آؤټ شوې وو ۔
حسن نواز دري ديرش، محمد نواز اووه ويشت ، صائم ايوب يويشت او کپتان سلمان آغا دولس رنز جوړ کړي وو، بنګله ديش طرف نه تسکين احمد درې او نسيم احمد دوه وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې د بنګله ديش ټول ټيم اوولسم اوور کښې يو سل څلور رنز باندې آؤټ شوې او په څلور اوويا رنز ئې ميچ بيللې دې ۔
بنګله ديش طرف نه محمد سيف الدين ټولو نه زيات پنځه ديرش رنز جوړ کړي وو ، پاکستان طرف نه سلمان مرزا درې، فهيم اشرف، محمد نواز دوه، دوه، احمد دانيال، سلمان آغا او حسين طلعت يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وه ۔
قامي ټيم نه د سيريز د سيريز اولني دوه ميچونه ګټلو سره بنګله ديش د درې ميچونو سيريز دوه يو سره په خپل نوم کړې دې ۔