وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې پاکستان نه به د ټي بي مرض مکمل خاتمه کولې شي، پاکستان پشمول د نړۍ يو شمير ملکونو کښې دغه مرض يو لوئې چيلنج جوړ شويدې، دا بيماري کمزورې طبقه په نښه کوي، چې ورسره غربت ، غذائي کموښت او عدم مساوات پشان مسائل نور سيوا کيږي، وزيراعظم دا هم وئيلي چې پاکستان کښې جديد تشخيص سهوليات، ليبارټري نيټ ورک، او نګرانۍ نظام ته نوره وده ورکولو لپاره اقدامات جاري دي ۔
د ټي بي رنځ مخنيوي په حواله نړيوالې ورځ په موقع خپل پيغام کښې وزيراعظم وئيلي دي چې موجوده ترقي يافته دور کښې هم ټي بي رنځ مرضونو کښې سرفهرست دې ۔
وزيراعظم اووئيل چې حکومت د تپ دق مرض ختمولو د صځت عامه اهم ترجيح ګرځولې او وئيلي دي چې پاکستان نه به ټي بي مرض په مکمل توګه ختمولې شي ۔
د وزيراعظم وينا وه چې يوې جامع تګ لارې سره د دې مرض په وخت تشخيص ،معياري علاج پورې رسائي، د بيمارۍ مخنيوي، او د دې مريضانو نګهداشت يقيني جوړولې کيږي ۔
وزيراعظم دا هم اووئيل چې پاکستان کښې جديد تشخيص سهوليات، ليبارټري نيټ ورک، او نګرانۍ نظام ته نوره وده ورکولو لپاره اقدامات جاري دي ۔

