آئي سي سي ويمن ټي ټوئنټي ورلډکپ کښې د پاکستان ټيم شاندار آغاز کړې ايونټ کښې ئې اولنۍ کاميابي ترلاسه کړېده ۔
شارجه کښې شوې د دغه ايونټ په دوئم ميچ کښې قامي ويمن ټيم په يو ديرش رنز سري لنکا ته شکست ورکړې ۔
قامي ټيم اول بيټنګ کړې وو او مقرره اوورونو کښې په يو سل شپاړس رنز آؤټ شوې وو، چې پکښې کپتانې فاطمه ثنا ديرش او ندا ډار دري ويشت رنز جوړ کړي وو۔
د قامي ويمن ټيم يو سل اوولس رنز هدف په جواب کښې د سري لنکا ټيم مقرره اوورونو کښې نهه وکټو په زيان اته پنځوس رنز آؤټ شويدې ۔
قامي ټيم طرف نه سعديه اقبال درې، فاطمه ثنا،عميمه سهيل او نشرا سندهو دوه دوه وکټې اخستې وې ۔
شاندار ديرش رنز جوړو او دوه وکټې اخستو باندې فاطمه ثنا د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويده ۔
دې نه وړاندې د بنګله ديش ويمن ټيم هم خپل اولنې ميچ ګټلې او سکاټ لينډ ته ئې ماتې ورکړيده۔