کوټه: د بلوچستان په ژوب ولسوالۍ کې یو ۱۸ میاشتنی ماشوم د پولیو په ویروس اخته شوی دی، چې په دې سره په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پولیو د ټولو پېښو شمېر نهو ته ورسېد.
د روغتیا په برخه کې د وزیر اعظم کوآرډینیټر ډاکټر ملک مختار احمد په وینا، د حسن زۍ ښاري سیمې ماشوم د جون په 28 د نښې نښانې ښکاره کړې، او د ویروس جینیکي ازموینې لاهم روانې دي.
ډاکټر احمد پخلی کړی چې سږ کال نهه ماشومان د پولیو نه متاثره شوي دي چې پکې اووه کیسونه یوازې په بلوچستان کې رپورټ شوي دي. هغه په سیمه کې د پولیو د بیا راژوندي کیدو په اړه اندیښنه وښوده او یادونه یې وکړه چې په څه باندې ۵۰ ولسوالیو کې د دغه ویروس شتون د ماشومانو لپاره لوی ګواښ دی.
په پاکستان کې د جون په ۲۸ مه په سندهـ او بلوچستان کې د پولیو دوه کیسونه رپورټ شوي چې ورسره د روان کال لپاره د ټولو کیسونو شمیر اته ته رسیدلی دی.
د روغتیا ملي انسټیټیوټ تایید کړه چې د بلوچستان د قلعه عبدالله څخه یو دوه کلن ماشوم او د کراچۍ کیمري څخه یوه درې کلنه نجلۍ په ترتیب سره د می په 22 او د جون په 3 د معلولیت نښې څرګندې کړې. په دې نمونو کې موندل شوي ویروس د پولیو ویروسونو YB3 کلستر پورې اړه لري.