منطقه کښې پاکستان د جنګ ختمولو لپاره تاريخي کردار لوبولو ته تياري مکمل کړې ،د امريکي او ايران اعلیٰ قيادت مذاکراتو کښې برخه اخلي ، امريکي نائب صدر جے ډي وينس په مشرۍ کښې امريکائي وفد نن د شپې اسلام آباد ته رارسيدو امکان دې ، ايراني پارليمان سپيکر محمد باقر قاليباف او خارجه وزير عباس عراقچي به مذاکراتو دوران د خپل ملک ايران نمائندګي کوي ۔
اسلام آباد: د پاکستان سرښار د نړۍ لوئې شخړې مذاکراتو ميزبانۍ ته تيار دې ، امريکائي وفد به په نائب صدر جے ډي وينس ، صدر ټرمپ ځوم جيرډ کشنر او مشرق وسطیٰ خصوصي ايلچي سټيو وټکوف مشتمل وي ۔
د ذرائعو ترمخه امريکې وفد مرستې لپاره دري ويشت کسيزه عمله وړاندې نه اسلام آباد ته رارسيدلې ده، کوم کښې چې سفارتي او سيکيورټي ماهرين شامل دي ۔
بلخوا امکان دې چې د ايراني وفد د پارليمان سپيکر محمد باقر قاليباف او خارجه وزير عباس عراقچي مشتمل وي ، اسلام آباد کښې ايراني سفارتخانه پاکستاني چارواکو سره د وفد په اړه خبرې کړي ۔

