ذرائعو وئيلي دي چې پاکستان د افغانستان مختلفو ولايتونو کښې ترهه ګرو په ټهکانو ډرون حملې کړي، دغه ډرون حملې ننګريار او خوست ولايتونو کښې د کالعدم ټي ټي پي او ګل بهادر ګروپ په خفيه ټهکانے په نښه کړې شويدي، بلخوا افغان وزارت خارجه کابل کښې د پاکستان سفير عبيد الرحمان نظاماني بللې او ورته ئې احتجاج ريکارډ کړې دې ۔
ذرائعو وئيلي چې پاکستان په افغانستان کښې د کالعدم تنظيمونو ترهه ګرو په ټهکانو ائير سټرائکس کړي دي ۔
ذرائعو ترمخه دغه سټرائيکس ننګرهار شنواري ضلع او د خوست سپيره ضلع کښې شوي، چرته چې کالعدم ټي ټي پي او حافظ ګل بهادر ګروپ ټهکانې موجود دي ۔
بلخوا افغان حکومت په دې سخت غبرګون ښودلې، وئيلي دي چې دغه حملو کښې درې کسان مړۀ او نور اووه ژوبل شويدي، او دا زمونږ د ملکي سلامتۍ خلاف ورزي شويده ۔
هم دې سلسله کښې افغان خارجه وزارت پاکستاني سفير عبيد الرحمان نظاماني طلب کړې او ورته ئې احتجاج ريکارډ کړيدې ۔