د امريکې او ايران ترمينځ مذاکراتو کښې پاکستان ته هم د دريم ګړي په توګه دعوت ورکړې شوې دې، خارجه دفتر وئيلي چې دغه مذاکرات کښې پاکستان ته هم د شرکت دعوت نامه ميلاؤ شوې، د خارجهو زير اسحاق ډار د امريکې او ايران مذاکراتو کښې د شرکت امکان دې، ترجمان مطابق د پاکستان شرکت کشيدګي کمولو لپاره اهم ګڼلې کيږي، پاکستان به دواړو ملکونو ترمينځ کشيدګي کمولو لپاره کوشش کوي ۔
اسلام آباد: د خارجه دفتر ترجمان ځيني ملکي او بهر ملکي ميډيا سره خبرو کښې تصديق کړې چې پاکستان ته د ايران او امريکي ترمينځ متوقع مذاکراتو کښې د شرکت دعوت ورکړې شوې دې ۔
ترجمان طاهر اندرابي تصديق کړې چې پاکستان ته د دريم ګړي په توګه دې مذاکراتو کښې د ګډون دعوت نامه ميلاؤ شوې ده ۔
ترجمان ترمخه د ايران او امريکې ترمينځ مذاکراتو کښې به څوک څوک شرکت کوي؟ دې حوالے سره فيصله اوسه پورې نۀ ده شوې ولې ذرائعو وئيلي چې د نائب وزيراعظم او خارجه و زير اسحاق ډار مذاکراتو کښې دشرکت امکان دې ۔
ترجمان مطابق دپاکستان شرکت کشيدګي کمولو لپاره اهم ګڼلې کيږي، پاکستان به دواړو ملکونو ترمينځ کشيدګي کمولو لپاره کوشش کوي ۔
بلخوا د يوې بهرملکي خبري ادارې مطابق د ايران او امريکې ترمينځ مذاکرات به د جمعې په ورځ ترکيه کښې کيږي او په خارجه سطح پاکستان ،سعودي عرب ، قطر ، مصر، عمان ، او متحده عرب امارات پشمول ځيني ملکونو ته د شرکت بلنه ورکړې شوېده ۔

