د ټي ټوينټي ورلډ کپ اهم ميچ کښې نميبيا ته شکست نه پس پاکستان د ايونټ سُپر ايټ مرحلې ته کواليفائي کړيده، د پاکستان دوه سوه رنز هدف جواب کښې د نميبيا ټول ټيم اتلسم اوورکښې په اووۀ نوي رنز آؤټ شوې، پاکستان طرف نه عثمان طارق څلور او شاداب خان درې وکټې اخستي، صاحبزاده فرحان شاندار بيټنګ کړې وو او د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
د سر لنکا کولمبو سټيډيم کښې لوبيدلې ميچ کښې پاکستان اول بيټنګ کړې وو او ميچ ګټي لپاره ئې نميبيا ته د دوه سوه رنز هدف ورکړې وو ۔
پاکستان طرف نه اوپنر بېټر صاحبزاده فرحان سل رنز جوړ کړي وو او ناقابل شکست پاتې شويدې ، صائم ايوب څوارلس، کپتان سلمان علي آغا اتۀ ديرش، خواجه نافع پنځه او شاداب خان شپږ ديرش رنز جوړ کړي وو ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې د نميبيا ټول ټيم اتلسم اوور کښې اووۀ نوي رنز باندې آؤټ شوې او پاکستان په يو سل دوه رنز ميچ ګټلې دې ۔
ميچ ګټلو نه پس قامي ټيم د ميګا ايونټ سُپر ايټ مرحلې ته هم کواليفائي کړيده ، پاکستان طرف نه عثمان طارق شاندار بولنګ کړې او څلور وکټې ئې اخستي دي، شاداب خان درې او ، سلمان مرزا او محمد نواز يو، يو وکټ په خپل نوم کړېده ۔
بلخوا ټي ټوينټي ورلډ کپ کښې شامل اتۀ ټيمونه سُپر ايټ ته رسيدلي ، او دولس ټيمونه دغه مقابلو نه بهر شوي، دوئمه مرحلې لپاره پاکستان،سري لنکا،بهارت، انګلينډ، زمبابوے، ويسټ انډيز، جنوبي افريقه او نيوزي لينډ کواليفائي کړېده ۔
سُپر ايټ مرحله کښې به د پاکستان اولنې مقابله په يويشتمه فرورۍ نيوزي لينډ ، په څليريشتمه فرورۍ انګلينډ او په اتۀ ويشتمه فرورۍ سري لنکاسره ميچ لوبيږي ۔
د ايونټ اولنې سيمي فائنل به په څلورم مارچ، دوئم به پنځم مارچ او د ميګا ايونټ فائنل به په اتم مارچ لوبيږي ۔

