دامريکې ميګزين بلومبرګ وئيلي دي چې پاکستان د امريکې د خوښې ملک جوړ شويدې، او د دې لوجې بهارت په نړيواله سطح دباؤ سره مخ دې، رپورټ مطابق پاکستان هاغه يو څو ملکونو کښې شامل دې چې امريکائي صدر ورسره تجارتي لوظنامې کړېدي ۔
امريکائي ميګزين بلوم برګ خپل يو رپورټ کښې وئيلي چې پاکستان خپل کيس د ډونلډ ټرمپ په وړاندې په ډېر ښه ډول وړاندې کړې ، چې لوجې ئې پاکستان د صدر ټرمپ د خوښې ملک جوړ شويدې ۔
رپورټ کښې وئيلي شوي چې پاکستان د امريکائي صدر هاغه يو څو ملکونو کښې شامل شوې کومو سره چې ډونلډ ټرمپ تجارتي معاهدې کړېدي ۔
امريکائي ميګزين مخکښې وئيلي چې د ټرمپ انتظاميې او پاکستان ترمينځ پاک بهارت شخړې دوران په ښۀ طريقه رابطې شوې وې ، پاکستان د جنګ بندۍ په اړه د ټرمپ کوششونه ستائلې وو، ولې بهارت ترديد کړې وو ۔
بلومبرګ دا هم وئيلي چې پاکستان کښې داسې اثاثې موجود دي چې امريکه ترې ډيرې فائدې پورته کولې شي ، پاکستان سره د سرو زرو او تانبے ناياب ذخائر موجود دي ۔