پاکستان د متحده عرب امارات قرض واپس کولو فيصله کړي، سرچينې وائي چې پاکستان به دوه ارب ډالر د اپريل مياشتې په آخره کښې يو اے اي ته واپس کوي، دغه رقم د پاکستان اکاؤنټ کښې د سيف ډپازټ په توګه موجود وو، د موجوده بين الاقوامي صورتحال لوجې يو اے اي دغه رقم واپسۍ غوښتنه کړې وه ۔
اسلام آباد: سرچينو ترمخه پاکستان به دوه اربه ډالر د اپريل په آخره کښې يو اے اي حکومت ته واپس کوي، دغه رقم د پاکستان اکاؤنټ کښې د سيف ډپازټ په توګه موجود دې ۔
سرچينې وائي چې پاکستان په دغه رقم شپږ فيصد سود هم ادا کولو، يو اے اي دغه رقم وړومبې سالانه بنياد باندې رول اوور کړې وو ۔
تيرکال دسمبر کښې ئي دغه رقم يوې مياشتې لپاره او بيا ئي دوه مياشتو لپاره رول اوور کړې وو ۔
سرچينې زياتوي کړې ده چې د موجوده بين الاقوامي صورتحال لوجې يو اے اي د رقم فوري واپسۍ غوښتنه کړې وه ۔

