پاکستان په ټي ټوئنټي ورلډکپ کښې بهارت سره ميچ شيډول مطابق لوبولو فيصله کړې، سرچينې وائي چې پاکستان او بهارت ټيمونه به شيډول مطابق د ټي ټوئنتي ورلډ کپ ميچونه لوبوي، وزيراعظم شهبازشريف د سري لنکا صدر او بنګله ديش کرکټ بورډ سربراه په خواست بهارت خلاف د ميچ لوبولو فيصله کړېده، پاکستان او هند ترمينځ په پينځلسمې فرورۍ کولمبو کښې د ايونټ اهم ميچ شيډول دې ۔
اسلام آباد: وزيراعظم آفس طرف نه جاري بيان کښې وئيلي شوي چې د سري لنکا صدر وزيراعظم شهبازشريف ته ټيليفون کړې او ورسره ئې ټي ټوينټي ورلډ کپ پشمول مختلفو چارو باندې خبرې کړېدي ۔
اعلاميې ترمخه په دې موقع د سري لنکا صدر خواست کړې چې په کولمبو کښي شيډول بهارت خلاف پاکستان ته ميچ لوبول پکار دي ۔
لنکن صدر اووئيل چې سري لنکا کښې ترهه ګرۍ پيښو دوران پاکستان د سري لنکن ټيم بهرپور سپورټ کړې وو، پاکستان هميشه د سري لنکا سره هر معامله کښې تعاؤن کړېدې ۔
بلخوا د بنګله ديش کرکټ بورډ هم پاکستان ته بهارت سره د ميچ لوبولو خواست کړيدې، ذرائعو وئيلي چې وزيراعظم شهبازشريف ټي توينټي ورلډ کپ کښې بهارت خلاف د قامي ټيم ميچ لوبولو فيصله کړي ده ۔
ياده دې وي چې د پاکستان او بهارت ترمينځ په پنځلسمه فرورۍ د سري لنکا کولمبو سټيډيم کښې ميچ شيډول دې ۔

