په اسلام اباد کې د تحريک انصاف د احتجاج په مهال د سري نگر په لويه لاره د پي ټي ائي وسله والو د رېنجر اهلکارو په ګاډي ډزې کړي دي چې په نتيجه کې يې څلور پوليس وژل شوي او پنځه رينجرز او پوليس سخت ژوبل شوي دي .
پوځ د ۴۵ مادې لاندې راغوښتل شوی دی. ښکاره حکمونه ورکړل شوي وو چې په ځای کې د وسله والو ډزې وکړي. د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي لپاره ټول تدابیر نیول شوي دي.
د سکيورټي ذرائعو ترمخه بدمعاشانو د سرينګر په لويه لار د رينجرز اهلکارو په ګاډي ډزي کړي دي چي پکښي څلور رينجر اهلکار شهيد او پنځه ژوبل شوي دي۔ د مظاهره چیانو له خوا د ډبرو او تاو تریخوالي له امله د ټپي شویو پولیسو شمېر ۱۱۹ تنو ته ورسېد. څلور افسران ووژل شول. د يو ايس پي روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ بلل شوى دى.
بلخوا د اسلام اباد په ٢٦ نمبر چونګۍ کې وسله والو په رېنجرو او پوليسو ډزې کړي چې په نتيجه کې يې يو رېنجر سرتېرى سخت ژوبل شوى، چې په نازک حالت کې د راولپنډۍ ګډ پوځي روغتون ته لېږدول شوى دى.
دغه شرپسند کسان هم په هر قسمه وسلو سمبال دي، د ټولو بدمعاشانو په پېژندلو کار روان دی او دغه عناصر به د قانون منګولو ته راوستل شي.
د پاکستان پوځ ته په اسلام اباد کې د ۲۴۵مې مادې له مخې د ګډوډۍ کوونکو او بدمعاشانو سره د اوسپنې لاسونو د ورکولو امر شوی. د هر ډول تروریستي فعالیتونو څخه د ګډوډۍ او تروریستي عناصرو د مخنیوي لپاره ټول تدابیر نیول شوي دي.
د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي دعوه کړې وه چې حکومت د مظاهره چيانو نه وغوښتل چې سنګجاني ته لاړ شي او دا وړانديز د عمران خان لخوا د اډياله جيل نه منظور کړے شو خو بيا هم د حکومت لخوا حتمي ځواب نه وو ورکړل شو.