د پاک افواج لخوا افغانستان کښې ترهه ګرو خلاف آپريشن غضب للحق کاميابۍ سره جاري دې، د کابل او قندهار مختلفو علاقو کښې تازه کاروائيانو دوران د ترهه ګرو ايمونيشن او ټيکنيکل انفراسټرکر تباه کړې شويدي ۔
سيکيورټي ذرائعو وئيلي چې آپريشن غضب للحق کاميابۍ سره جاري، تيره شپه پاک افواج افغان سرښار کابل کښې په دوه ځايونو فضائي کاروائي کړې چې پکښې کاميابۍ سره ايمونيشن او ټيکنيکل انفراسټرکر تباه کړې شويدي ۔
سيکويرټي ذرائعو ترمخه فضائي حملو نه پس د سيکنډري ډيټونيشن لوجې پورته شوې شعلې د دې خبرې تصديق کوي چې دا د بارودو لويه ذخيره وه ، کومه چې کاميابۍ سره په نښۀ کيدو نه پس تباه کړې شويده ۔
سيکيورټي ذرائعو د افغان طالبانو ترجمان ذبيح الله مجاهد د ډرګ هسپتال په نښه کولو په حواله بيان مضحکه خيز ګرځولې او دا بيان ئې مسترد کړيدې ۔
سيکيورټي ذرائعو وئيلي چې پاک افواج ننګر هار کښې هم کاميابه کاروائي کړې او څلور مقامات ئې کاميابۍ سره په نښه کړي، چې پکښې د افغان طالبانو ملټري تنصيباتو ته زيان رسيدلې دې ۔
ننګر هار کښې ملټري تنصېباتو سره نيزدې لاجسټک انفراسټرکچر تباه کړې شوې، فضائي کاروائۍ کښې ايمونيشن، ټيکنيکل انفراسټرکچر هم کاميابۍ سره تباه کړې شويدې ۔
سيکيورټي ذرائعو مطابق د آپريشن غضب للحق لاندې به اهداف ترلاسه کولو پورې کارروائيانې جاري وي ۔

