پيښور هائيکورټ په عدالتي احکاماتو عمل نۀ کولو باندې د خېبر پښتونخوا آئي جي پوليس ذوالفقار حميد ته توهين عدالت کيس کښې نوټس جاري کړې او هغۀ نه څوارلس ورځو کښې جواب هم غوښتې دې ۔
پيښور: درخواست ګزار عدالت ته وئيلي چې پيښورهائيکورټ محکمه پوليس ته په صوابۍ کښې د تهاڼې تعمير کولو حکم جاري کړې وو،په کوم چې اوسه پورې عمل درآمد نۀ دې شوې ۔
پيښور هائيکورټ آئي جي ذوالفقار حميد ته نوټس جاري کړې او په څوارلس ورځو کښې ئې ترې تحريري جواب هم غوښتې دې ۔
عدالت احکامات جاري کړي وو چې صوابۍ سټي سرکل تهاڼه باندې حمله شوې وه چې په نتيجه کښې ئې د تهاڼې عمارت ته نقصان رسيدلې وو ۔
عدالت د تهاڼه د دوباره تعمير حکم کړې وو، ولې درخواست ګزار وکيل په عدالت کښې موقف خپل کړې چې د تهاڼې دوباره تعميرد بين الاقوامي معيار مطابق اوکړې شي، ولې پوليس چارواکو د عدالت په احکاماتو عمل درآمد نۀ دې کړې ۔
درخواست ګزار د عدالت نه خواست کړې چې عدالتي حکم باندې عمل درآمد نۀ کولو لوجې دې د آئي جي خلاف د توهين عدالت کاروائي اوکړې شي ۔

