د خزانې مشير خرم شهزاد وئيلي دي ټولې موټر سائيکلې د سبسډي مستحق نۀ دي ، هيوي بائيکس والا ګران پيټرول برداشت کوې شي ، خزانې مشير وعده کړې کۀ جنګ ختم شو او تيلو نرخونه ارزان شو نو اولس ته به ريليف ورکولې شي ۔
اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو اترو په وخت خرم شهزاد وئيلي چې صوبائي حکومتونو سره خپله صوبه کښې د موټر سائيکلو ډيټا موجود ده ، صوبائي حکومتونو پخپله تجويز ورکړې چې په موټر سائيکلو سبسډي ورکولې شو ۔
خزاني مشير زياته کړې چې د ايپ په ذريعه هم معلوميدې شي ، آيا موټر سائيکل سوار د سبسډي لپاره رجسټرډ دي او کنه ، بي آئي ايس پي ډيټا هم موجود ده چې څوک څومره مستحق دي ۔
خرم شهزاد وينا وه چې نړۍ کښې د تيلو قيمتونه يوشمير ملکونو اتيا فيصد زيات کړي ، يو اے اي هم د ډيزلو نرخ اوويا فيصد زيات کړې ، مونږ درې هفتو پورې نۀ وو زيات کړي ۔

