آئي ايس پي آر طرف نه جاري بيان کښې وئيلي شويچ ې سيکيورټي فورسز د شمالي وزيرستان په رزمک سيمې په بوراخیل کښې کاروائي کړيده ۔
آئي ايس پي آر مطابق په خفيه اطلاع شوې دغې کاروائۍ دوران اتۀ ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې وژلي شوي ترهه ګرو د قبضې نه درنه او سپکه وسله هم ترلاسه شوې او ټول مړي سیکیورټي فورسز په خپله ولقه کښې اخیستي دي ۔
وژلي شوي ترهه ګر د دهشتګردۍ مختلف وارداتونو او عام خلقو په وژنه کښې ککړ وو ۔
سيمه کښې د نورو ترهه ګرو لټون لپاره لټوني عمليات شروع کړې شويدي ۔