شمالي وزيرستان کښې سيکيورټي فورسز د افغان پولې نه د ترهه ګرو دراندازۍ کوشش ناکامه کړې او اتۀ ترهه ګر ئې وژلي دي، آئي ايس پي آر ترمخه افغان پولې سره نيزدې د ترهه ګرو د يوې ډلې د موجودګۍ په اطلاع عملياتو دوران دغه ترهه ګر وژلي شويدي،د وژلي شوي ترهه ګرو نه وسله او بارود هم برآمد شويدي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز شمالي وزيرستان کښې پاک افغان پولې سره د ترهه ګرو يوې ډلې نقل وحرکت ناکامه کړې دې ۔
آئي ايس پي آر په بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز کاروائۍ کښې وژلي شوي ترهه ګرو نه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شويدي ۔
آئي ايس پي آر بيان ترمخه دا د افغان طالبانو حکومت مضبوط بارډر مينجمنټ يقيني جوړولو کښې د ناکامه کيدو په اړه زمونږ د مؤقف توثيق دې ۔
د پاک فوج ترجمان مخکښې وئيلي چې افغان طالبان دې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي ، خپله خاوره دې د پاکستان خلاف نۀ استعمالولو نه ډډه اوکړي ۔
آئي ايس پي آر په ډاګه کړې چې ټول ملک کښې عزمِ استحکام لاندې آپريشن جاري دې ، بهارتي سرپرستۍ کښې کار کونکو ترهه ګرو خلاف کريک ډاؤن به نور هم تيزولې شي ۔

