شمالي وزيرستان کښې سيکيورټي فورسز د پولې بل اړخ نه د ترهه ګرو پاکستان کښې داخليدو يو بل کوشش ناکامه کړې ، کاروائې دوران اووه ديرش ترهه ګر وژلي شوي او يو اتيا ژوبل شويدي، وفاقي وزير اطلاعات عطا تارړ وئيلي چې افغانستان کښې موجود ترهه ګرو خلاف آپريشن غضب للحق جاري دې، کاروائيانو دوران تردې دمه د افغان طالبانو رجيم اووۀ سوه شپږ نوي اهلکاران وژل شوي او يو زر درې څلويښت نه سيوا ژوبل شويدي ۔
اسلام آباد: په ايکس پاڼه خپل بيان کښې وزير اطلاعات عطا تارړ افغانستان کښې موجود ترهه ګرو خلاف جاري آپريشن غضب للحق تفصيلات جاري کړي ۔
عطا تارړ وئيلي دي چې شمالي وزيرستان کښې غلام سيکټر کښې په سرحدي چوکې د ترهه ګرو حملے ناکامه کړې شويدي، د سيکيورټي فورسز بهر پور کارروائي کښې اوو ديرش ترهه ګرو وژل شوي او اتيا نه سيوا ژوبل شويدي،افغان طالبان او ترهه ګر لوئي نقصان سره مخ شويدي ۔
وزيراطلاعات عطا تارړ د غضب للحق په اړه اعداد وشمار جاري کړېدي، آپريشن دوران تر دې دمه د افغان طالبان رجيم اوو سوه شپږ نوي اهلکاران وژل شويدي ولې يو زر درې څلويښت نه سيوا ژوبل شويدي ۔
هغه اوئيل چې د افغان ظالبانو دوه سوه شپږ اتيه پوسټونه تباه کړې شوي او څلور څلويښت قبضه شويدي، دوسوه نهه څلويښت ټينکونه او مسلح ګاډي تباه کړې شويدي،افغانستان کښې يو اتيا مقاماتو باندې فضائي کاروائيانو کښې اهداف په نښه کړې شويدي ۔

