د پاکستان او افغانستان ترمينځ ترک سرښار استنبول کښې جاري مذاکراتو کښې د طالبانو د خرابې رويئې لوجې اوسه پورې هيڅ پرمختګ اونشو، ذرائعو وائي چې دريم ګړې ملکونه ترکيه او قطر هم غواړي چې پاکستان او افغانستان ترمينځ په ټولو معاملو اتفاق او مستقل جنګ بندي اوشي، ذرائعو دا هم وئيلي چې افغان طالبانو افغانستان کښې د ترهه ګرو خلاف کاروائې په اړه د پاکستان دريز هم تسليم کړې دې
استنبول: ذرائعو ترمخه ترکيه سرښار کښې تير درې ورځو راهسې جاري مذاکراتو تردې دمه هيڅ نتيجه مخې ته نۀ ده راغلې، افغان طالبان بار بار کابل انتظاميې سره رابطې کوي او هر ځل ئې دريز بدليږي ۔
سفارتي ذرائعو وئيلي چې استنبول کښې د پاکستان او افغان طالبانو جمعې، خيالي او اتوار درې ورځو پورې مذاکرات جاري وو، اپه اولنې او دوئمه ورځ اتۀ، اتۀ ګهنټي او په دريمه ورځ اتلس ګهنټې پورې مذاکرات شوي خو د افغان طالبانو خرابې روئيې لوجې تردې دمه ئې هيڅ نتيجه مخې ته نۀ ده راغلې ۔
ذرائعو ترمخه ترکيه او قطر غواړي چې دواړو ملکونو ترمينځ مذاکرات کامياب شي او دې لړ کښې کوششونه هم جاري دي ۔
ذرائعو مخکښې وئيلي چې د ثالث ملکونو موجودګۍ کښې افغان طالبانو د پاکستان د موقف مرکزي نکتې تسليم کړي ولې، بار بار کابل انتظاميې لخوا هداياتو لوجې مذاکرات نۀ کاميابيږي ۔
پاکستان سره مذاکراتو دوران طالبان د پاکستان زياتره خبرې تسليم کړې ولې بيا کابل انتظاميې سره رابطې وروستو د خپل موقف نه پشا شي ، او د کابل غير منطقي او ناجائزه مشورې د مذاکراتو د ناکامۍ سبب دې ۔
بلخوا سيکيورټي ذرائع وائي چې پاکستان ، ترکيه او قطر سنجيده طريقې سره اوس هم پيچيده مسئلې حل کول غواړي او دې لړ کښې کوششونه لا هم جاري دي ۔
ذرئعو ترمخه ترکيه او قطر هم تسليم کړې چې د پاکستان موقف منطقي او جائز دې ، او افغان طالبان هم د پاکستان انديښنې تسليموي ولې منلو ته ئې تيار په نظر نۀ راځي ۔
ذرائع دا هم وئيلي داسې ښکاري چې کابل انتظاميه د نور عناصرو په ايجنډا کار کوي او دغه عناصر منطقه کښې امن نۀ غواړي ، او پاکستان په دې حواله هم افغان طالبانو ته وضاحت کړېدې ۔

