د پاکستان، افغانستان او چين ترمينځ سه فريقي مذاکراتو وړومبې پړاؤ سر ته رسېدلې، د چين ښار اُرومچي کښې شوي مذاکراتو کښې اهم سياسي و اقتصادي امورو او د افغانستان په صورتحال غورشوې، سرچينو مطابق پاکستاني وفد مشري د خارجه وزارت ايډيشنل سيکرټري کړې اودطالبانو شپږ کسيزه وفد هم ګډون کړې،په دې موقع پاکستان په افغانستان کښې د ترهه ګرو مرکزونو ختمولو باندې زور رواړې دې، شرکا منطقه کښې پائيدار امن قائمولو لپاره مشترکه کوششونو په ضرورت او سه فريقي اجلاس جاري ساتلو باندې اتفاق کړې ۔
د چين پۀ ثالثۍ کښې د پاکستان او افغانستان طالبانو حکومت ترمينځ ارومچي کښې مذاکراتو وړومبې پړاؤ سر ته رسېدلې دې، په دې موقع پاکستان په افغانستان کښې د کالعدم ټي ټي پي مرکزونو ختمولو باندې زور رواړې دې ۔
سرچينې وائي چې پاکستاني وفد د ترهه ګرو خلاف کاروائيانو لپاره قابل تصديق او تحريري لائحه عمل اختيار کولو په ضرورت هم زور رواړې دې ۔
افغان طالبانو وفد لخوا د باهمي مشاورت وروستو مثبت جواب اشارې ورکړې شوي، شرکاؤ منطقه کښې پائيدار امن قائمولو لپاره مشترکه کوششونو په ضرورت او سه فريقي اجلاس سلسله جاري ساتلو باندې اتفاق کړېدې ۔
مذاکراتو کښې د پاکستاني وفد مشري د خارجه وزارت ايډيشنل سيکريټري سيد علي اسد ګيلاني کړې، ولې د افغان طالبانو شپږ کسيزه وفد کښې د خارجه وزارت نمائنده محب الله واثق، داخله وزارت ايلچي عبدالحئي قانت، دفاع وزارت نمائنده روح الله عمر او جنرل ډائريکټوريټ آف انټيلي جنس نمائنده يحيیٰ تکافل شامل دي ۔
د چين په ثالثۍ کښې دغه سه فريقي اجلاس په داسې وخت کښې کيږي چې په منطقه کښې سيکيورټي صورتحال کشيده دې او پاک افغان اړيکې هم کړکيچنې دي او اړې ګړې برقرار دې ۔

