زما اولنې مقصد په خېبر پښتونخوا کښې امن راوستل دي، وفاقي حکومت زمونږ صوبې سره د ميرنې مود سلوک کوي، د وزیراعلی سهیل آفریدي کرک کښې جلسې ته وینا، وائي چې وفاقي حکومت نه به په آئيني طریقه خپل حق ترلاسه کوؤ، وزیراعلی دا هم وئيلي چې د پاک فوج ترجمان زما خلاف پريس کانفرنس کړې، او وفاقي وزيرانو راته هم ډير بد رد وئيلي دي ۔
کرک کښې د پاکستان تحریک انصاف جوړی شوی جلسې ته وینا په وخت د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی سهیل آفریدي ویلي چې دوي د خپل قائد په وینا د صوبې وزیر اعلی ټاکل شوی او د هغه ویژن مطابق به د خیبر پښتونخوا امن لپاره لومړی ګامونه پورته کوي ۔
سهیل آفریدي اووئيل چې وفاقي حکومت تل د خېبر پښتونخوا سره د میرنې مور سلوک کړی او این ایف سي په ګډون یې د خیبر پښتونخوا په فنډ ځان غلي کړې، ولې مونږ به غلې نۀ پاتې کيږو ،او د صوبې حق لپاره به آئينی طریقه کار خپلوؤ او له وفاق به د صوبې حق غواړو ۔
سهیل آفریدي دا هم وئیلي چې د دوی په ټاکل کیدو سیاسي پارټيانو غړو او مشرانو لخوا په بد بد نومونو یاد شوی خو هر چا ته واضحه شوی چې یواځې په خیبر پښتونخوا کښی د عام کس حکومت دی او هیڅ سرمایه دار یا جاګیر دار پری قبضه نۀ ده ۔
سهیل آفریدي زیاته کړې چې د خېبر پښتونخوا ضم شوي اضلاع لپاره به خصوصي پيکچز ورکولې شي او د صوبې خلقو محرومي ختمولو لپاره به خپل کردار ادا کوي ۔
وزیر اعلی خیبر پښتونخوا په کرک کښی روان ترقیاتي کارونه زر تر زره سر ته رسولو جاج اخیستې او انتظامیه ته د دې د مکمل کولو هدايات هم کړېدي ۔

