د ملاکنډ سرښار بټ خيله کښې د جميعت علما اسلام ضلعي اميرمفتي کفايت الله ځوئي په کور کښې په معمولي خبره ناترڅه ډزې کړې، ډزو کښې مفتي کفايت الله ژوبل شوې، د هغه بل ځوئې او لور پحق رسيدلي دي ۔
بټ خيله: تفصيلاتو مطابق افسوس ناکه پيښه د ضلع مالاکنډ سرښار بټ خيله کښې هاغه وخت رامخې ته شوې کله چې د جے يوآئي ضلعي امير مفتي کفايت الله د نافرمانه ځوي سره په معمولي خبره جنګ اوشو ۔
په دې موقع د مفتي کفايت الله نافرمانه ځوئي ناترڅه ډزې اوکړي چې په نتيجه کښې ئې مفتي کفايت الله سخت ژوبل شويدې ۔
د ډزو په نتيجه کښې د مفتي کفايت الله بل ځوئې عصمت الله او د هغۀ لور په موقع پحق رسيدلي دي ، ډزو کښې د مفتي کفايت الله اينګور هم سخته ژوبل شوې ده ۔
د پيښې نه پس مفتي کفايت الله او د هغۀ اينګور هسپتال ته منتقل کړې شوي، ډاکټرانو وئيلي چې د مفتي کفايت الله طبعيت خبرې نه بهر دې ۔
بلخوا مفتي کفايت الله ليويز له بيان ورکړې چې ځوئې ئې نافرمانه دې او په معمولي خبره ئې ډزې اوکړې، مالاکنډ ليويز د ملزم نيوولو دپاره کوششونه تيز کړيدي ۔