د سوات خوازه خيله بازار کښې ايم پي اے علي شاه خان په ټريفک پوليس اهلکار تشدد کړې او ورته ئې بدې ردې هم وئيلي، خوازه خيله پوليس سټيشن کښې د ايم پي اے خلاف مقدمه هم درج شويده ۔
د سوات په تحصيل خوازه خيله بازار کښې د تحريک انصاف ايم پي اے علي شاه خان په ټريفک پوليس اهلکار عزت علي تشدد کړې، ورته ئې ډيرې بدې ردې هم وئيلي او دهمکيانې ئې هم ورله ورکړي دي ۔
د پوليس اهلکار عزت علي وينا وه چې اول ئې راله په مخ سپيړې راکړي او بيا ئې راله ديکې هم راکړي دي ۔
د ايم پي اے لخوا په پوليس اهلکار تشدد حوالې سره ويډيو په سوشل ميډيا هم وائرل شوې چې پکښې علي شاه خان ټريفک پوليس اهلکار له ديکې ورکوي او بدې ردې وائي ۔
په خوازه خيله پوليس سټيشن کښې د ايم پي اے علي شاه خان خلاف د عزت علي په مدعيت کښې مقدمه هم درج شوې چې پکښې ډيوټۍ باندې موجود اهلکار ته بدې ردې وئيل، دهمکيانې ورکول او په کار سرکار کښې مداخلت کولو دفعات شامل کړې شويدي ۔
بلخوا ځائي اولس د پي ټي آئي مشر لخوا په پوليس اهلکار تشدد باندې د غم او غصې اظهار کړې او وئيلي دي چې د تحريک انصاف ممبران اسمبلي ځانونه د قانون نه بالاتر ګنړي او په رڼا ورځ د قانون خلاف ورزي کوي ۔

