باجوړ کښې په يو کور باندې د افغانستان له لوري مارټر ګوله فائر شوې ده ،پيښه کښې د یو کور څلور کسان شهيدان شوي او یو سخت ژوبل شویدې ۔
د باجوړ د تحصیل سالارزئۍ سرحدي سیمه لیټي پاس کښې په ملکي آبادۍ مارټر ګوله لګېدلې چې لوجې ئې د یوې کورنۍ څلور وروڼه شهيدان شوي او یو بل کس ژوبل شوې دې ۔
د پولیس وینا تر مخه د باجوړ د تحصیل سالارزۍ سرحدي سیمه لیټي کښې د افغانستان له لوري مارټر ګوله فائر شوې چې په ملکي آبادۍ کښې ډزيدلې ده ۔
پولیس وائي چې په پېښه کښې د یوې کورنۍ څلور وروڼه شهيدان شويدي، په شهيد شوي وروڼو کښې ساجد، ایاز، ریاض او معاذ شامل دي ۔
په پېښه کښې یو بل کس هم ژوبل شوې چې سمدستي د درملنې لپاره نيزدې روغتون ته منتقل کړې شوې دې ۔
د افغانستان لخوا د مارټر برید وروستو د سيمې په خلقو کښې سخته ویره ترهه خوره شويده ۔
چارواکي وائي چې د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي، بلخوا د سرحدي سیمو اوسېدونکي د داسې پېښو د مخنیوي غوښتنه کړېده ۔

