خېبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان پشمول د ملک نورو برخو کښې دريم اګست پورې د زيات بارانانو او سيلابونو پيشنګوئي شويده، اين ډي ايم اے دې لړ کښې د ګليشئرز ويلي کيدو نه پس د سيلابي صورتحال الرټ هم جاري کړې او وئيلي دي چې دې دوران دې متعلقه ادارې حفاظتي اقدامات يقيني کړي ۔
اسلام آباد: نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتهارټي لخوا جاري شوې بيان کښې راتلونکي څلور ورځو دوران خيبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان پشمول خواؤشا نورو غريزو سيمو کښې د تيز بارانانو او سيلابي صورتحال انديښنه څرګند شويده ۔
اين ډي ايم اے وئيلي چې راتلونکي شواروز دوران د خېبر پښتونخوا زياتره سيمو پشمول اسلام آباد ، پنډۍ او د پنجاب نورو علاقو کښې د تيز بارانانو نه پس د سيلابونو په وړاندې متعلقه ادارو ته هدايات جاري شوي دي ۔
اين ډي ايم اے رپورټ کښې په سيلګرو او د دغه سيمو ځائي خلقو ته د غير ضروري تګ راتګ دوران محتاظ اوسيدو هدايت هم کړي دې ۔