چيئرمين پاکستان کرکټ بورډ محسن نقوي پي ايس ايل شيډول بدلولو باندې د کرکټ مينه والو نه معذرت کړېدې، وائي چې د ملک او قام مفاد ټولو نه اهم وي، د منطقې موجوده صورتحال لوجې د ليګ يوولسم ايډيشن محدود ساتلې شوې، محسن نقوي طمع څرګند کړې چې دې قربانۍ سره به سبا ټول قام لپاره آسانۍ پيدا کيږي ، وائي چې پي ايس ايل نن يو ټاپ انټرنيشنل برانډ جوړ شوې، او مونږ به دې ليګ ته نوره هم ترقي ورکوؤ ۔
لاهور کښې د پاکستان سپر ليګ ټولو ټيمونو په درناوي کښې دستوره شوې، چې پکښې د پي ايس ايل يوولسم ايډيشن ټرافۍ مخ کتنه شوې او د ترانې لانچنګ هم شويدې ۔
دستوره کښې په پي ايس ايل ټيمونو کښې شامل غير ملکي لوبغاړو او وفاقي وزيرانو پشمول نور متعلقه چارواکو هم ګډون کړې دې ۔
په دې موقع چيئرمين پي سي بي محسن نقوي د پي ايس ايل شيډول بدلولو باندې مينه والو او قام نه معذرت کړيدې ۔
محسن نقوي وئيلي دي چې د ملک او قام مفاد ټولو نه اهم وي، د منطقې موجوده صورتحال لوجې د ليګ يوولسم ايډيشن محدود ساتلې شوې، محسن نقوي طمع څرګند کړې چې دې قربانۍ سره به سبا ټول قام لپاره آسانۍ پيدا کيږي ۔
محسن نقوي زياته کړې چې پي ايس ايل نن يو ټاپ انټرنيشنل برانډ جوړ شوې، او مونږ به دې ليګ ته نوره هم ترقي ورکوؤ ۔

