وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې وزیراعلیٰ خېبرپښتونخوا سره ئې د وفاق او صوبو ترمينځ د تعاؤن او هم غږې لپاره مثبت ملاقات کړې، وفاقي حکومت د اولس او ټولو اکائيو په مدد سره د ملک نه د ترهه ګرې خاتمې لپاره پرعزم دې ۔
اسلام آباد: وزيراعظم هاؤس لخوا جاري شوي بيان مطابق وزيراعظم شهبازشريف د خېبرپښتونخوا وزیراعلیٰ محمد سهيل آفريدي سره ملاقات مثبت ګرځولې او وئيلي دي چې دا ملاقات د وفاق او صوبو ترمينځ تعاؤن او هم غږې لپاره مهم دې ۔
وزيراعظم شهباز شريف يو وارې بيا د ملک نه د ترهه ګرې خاتمې لپاره پوخ عزم څرګند کړې او وئيلي دي چې د اولس او ټولو اکائيو پۀ مدد سره به د ملک نه د ترهه ګرۍ خاتمه کولې شي ۔
وزيراعظم يوم يکجهتي کشمير مناسبت سره د حکومت پاکستان او اولس لخوا د کشميريانو سره د يو والي څرګندونه کړې او وئيلي دي چې د کشميريانو سياسي، اخلاقي او سفارتي حمايت به جاري ساتلې شي ۔

