اسلام آباد: صدر مملکت آصف زرداري سره وزيراعظم شهبازشريف ليده کته کړيدي،وزيراعظم د صدر مملکت صحت لپاره نيک خواهشاتو اظهار کړې دې ۔
ملاقات پر مهال دواړو مشرانو ترمينځ د حکومت او پي ټي آئي مذاکراتو پشمول د ملک په مجموعي سياسي،معاشي او سيکيورټي صورت حال باندې خبرې اترې شوېدي ۔
دواړو مشرانو په قانوني امورو د ټول سياسي اسټيک هولډرز مشورې سره مخکښې تلو فيصله کړېده، صدر مملکت وزيراعظم ته ملکي ترقې او استحکام لپاره تعاون يقيني دهاني ورکړېده ۔
ملاقات کښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار،داخله وزير محسن نقوي، ګورنر خيبر پښتونخوا فيصل کريم کنډي،راجه پرويز اشرف او نويد قمر هم موجود وو ۔